د ناروې د کډوالو شورا مشر: له سرپرست افغان حکومت سره دې تعامل وشي

د ناروې د کډوالو شورا مشر: له سرپرست افغان حکومت سره دې تعامل وشي


  • 1 کال دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 680

د ناروې د پناه غوښتنې شورا مشر د اروپايي ټولنې له سفیرانو غوښتي چې بېرته افغانستان ته ستانه او له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.  

ین‌اګلنډ له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، په ډېپلوماسۍ کې ریژیمونه او حکومتونه په رسمیت نه پېژندل کېږي؛ بلکې هېوادونه په  رسمیت پېژندل کېږي او دغه شورا افغانستان په رسمیت پېژني. 

نوموړی دغه راز وایي، اوسني وضعیت ته په پام سره، افغانستان یوې سیاسي هوکړې ته اړتیا لري او له همدې امله اړتیا ده، څو یو ټولګډونه حکومت جوړ شي. 

د ده په باور، په کندهار کې د سرپرست حکومت له ځینو چاواکو سره په کتنو کې یې درک کړې ده چې په نږدې راتلونکې به د ا.ا له لوري د یوې نوې کړنلارې په صادرېدو سره، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بندیزونه لري، کړي. 

اګلند په افغانستان کې بشري مرستو ته په اشارې سره وایي، یو شمېر مرستندویو بنسټونو  د نجونو  پرزده کړو او د ښځو پر کار د بندیز له امله خپلې مرستې سیاسي کړې دي.