موسوي: د افغانستان او ایران پر پوله نښته د دواړو په تاوان ده

موسوي: د افغانستان او ایران پر پوله نښته د دواړو په تاوان ده


  • 1 کال دمخه (28/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 634

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سید رسول موسوي په نیمروز کې د ا، ا او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ د تازه نښتو په غبرګون کې ویلي، چې هر ډول نښته د دواړو خواوو په زیان ده.

نوموړي پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په نیمروز کې چې نن څه تېرېږي، دا د ښکېلاګرو د دسیسې دوام دی.

تر دې وړاندې د ا.ا دفاع وزارت هم ټینګار کړی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ نښته د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره "خبرې اترې" معقوله لار ګڼي.

د راپورونو له مخې، په پرونۍ نښته کې دواړو لوریو ته د سر او مال زیان اوښتی؛ خو لا یې کره شمېر نه دی معلوم.