د یوناما مشرې د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره کتلي

د یوناما مشرې د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره کتلي


  • 1 کال دمخه (28/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 587

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) رییسې روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا هېوادونو له ځانګړو استازو سره په ترکمنستان کې کتلي دي.

یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په‌دې کتنه کې اغلې اوتونبایوا د یوناما د کار، د بشري او ښځو حقونو، اقتصادي کړکېچ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه خبرې کړې دي.

په‌دې کتنه کې د یوناما مشرې له اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه خپلې ګډې هڅې لاړ پیاوړې کړي.