د لوږې نړیواله ورځ؛ اوچا: تر ۲۸ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري

د لوږې نړیواله ورځ؛ اوچا: تر ۲۸ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري


  • 1 کال دمخه (28/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 656

اوچا د لوږې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۸،۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې له دې ډله کې یوازې شپږ میلیون افغانان له قحطۍ څو ګامه لېرې دي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د نورو نړیوالو مرستندویو مؤسسو چارواکي وايي چې اوسمهال د افغانستان خلک د تېرو څو لسیزو پرتله له بې‌سارې لوږې او بې‌وزلۍ سره لاس ګرېوان دي.

نن د مې ۲۸مه نېټه په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې ورځ نمانځل کېږي.