ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی


  • 1 کال دمخه (28/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 688

ځایي امنیتي چارواکي وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ۲۹ کلن کس وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې پېښه تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په «عبدالخېلو دمګل» سیمه کې شوې ده. 

ده ویلي، وژل شوی کس خان زمان نومېده، چې د پېښې پر مهال په ډزو لګېدلی او مړ شوی دی.  

نوموړي د پېښې لامل پخوانۍ دښمني بللی او زیاته کړې ده، چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي؛ خو دوی یې د نیولو هڅې کوي. 

په هېواد کې ډېر کله داسې پېښې رامنځ ته شوې، چې لامل یې پخوانۍ دښمني، د ځمکو پر سر ناندرۍ او نور عوامل بلل کېږي.