الله ګل مجاهد افغانستان ته د بېرته راتګ تابیا نیولې

الله ګل مجاهد افغانستان ته د بېرته راتګ تابیا نیولې


  • 1 کال دمخه (29/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 509

په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د افغانستان مخکېني پارلمان غړي الله ګل مجاهد سره په تهران کې کتلي دي. 

په تهران کې د افغانستان سفارت د ښاغلي حقاني په حواله پر ټویټر لیکلي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اسلامي امارت هېواد ته د افغانانو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د یاد سفارت په وینا، ښاغلي مجاهد د دې لېدنې پر مهال خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره تابیا څرګنده کړې ده.

الله ګل مجاهد د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته ایران ته کډه شوی او اوسمهال په دغه هېواد کې شپې ورځې تېروي.