کندهار کې نامعلومو وسله‌والو یو سوداګر وژلی

کندهار کې نامعلومو وسله‌والو یو سوداګر وژلی


  • 1 کال دمخه (29/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 538

نن غرمه د کندهار ښار څوارلسمې حوزې په مربوطاتو کې ناپېژندو وسله‌والو یو سوداګر په ډزو وژلی دی.    

سرچینې ويلي، دغه سوداګر، چې په خپل موټر کې سپور و، موټر سایکل‌ سپرو وسله‌والو پرې ډزې وکړې او له سیمې یې پښې سپکې کړې. 

د سرچینې په خبره، د خیرالله په نوم دغه سوداګر د کندهار ښار اتمې ناحیې د ګیلان سیمې اوسېدونکی و.  

بلخوا ځایي امینتي مسؤلینو د پېښې د تائید ترڅنګ ویلي، چې امینتي ځواکونه د بریدګرو په لټه کې دي.   

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.