د ایران پلازمېنې تهران په یوه قهوه خانه کې شپږ افغانان د ګاز نیونې له کبله مړه شوي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې څلور نارینه او دوه ښځې مړې شوې دي.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې دوه نور کسان هم مسموم شوي، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
ایراني چارواکو د دې پېښې لامل لا نه دی په ګوته کړی؛ خو په دې تړاو یې د پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.