د خوړو نړیوال سازمان یو وار بیا د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې.
د یاد سازمان او د دغه بنسټ د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په یو تازه راپو کې د دوه ویشت هېوادونو یو شمېر هغو سیمو ته مرستې رسوول بېړنۍ اړتیا بلل شوې، چې له لوږې سره د مخ خلکو حالت په کې لا خرابېدونکی دی.
په دې هېوادونو کې افغانستان، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، یمن، بورکینافاسو او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.
په راپور کې د دغې نړیوالې ننګونې د ختمولو لپاره د ګډو ګامونو د پورته کېدو غوښتنه شوې.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې اوچا تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، له دې ډلې یې ۶ میلیونه وګړي له سختې قحطۍ سره په نژدې فاصله کې دي.