فاریاب کې د ټرافیکې پېښې له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب کې د ټرافیکې پېښې له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 8 مياشتي دمخه (30/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 422

د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له کبله  د یوې مېرمنې په شمول دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. 

د فاریاب د ټرافیکو ریاست د حوادثو مدیر احمد فهیم کوهي وايي، په ټپیانو کې هم دوه مېرمنې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ولایت په قرغان ولسوالي کې  د ټرافیکي پېښې له کبله یو تن وژل شوی و.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د خرابو لارو او موټر چلوونکو د بې غورۍ له کبله رامنځته کېږي.