د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، چې د ۲۰۲۳کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ۱۴۰ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.
د یونیسف پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ټولو ماشومانو له پنځو کلونو کم عمر درلود.
تر دې مخکې یونېسف په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.