د افغانستان بانک د لسګون او شلګون نویو بانکنوټونو وېش پیلوي

د افغانستان بانک د لسګون او شلګون نویو بانکنوټونو وېش پیلوي


  • 1 کال دمخه (31/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 692

د افغانستان بانک وايي، د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په ټول هېواد کې د لسګون او شلګون زړو بانکنوټونو د را ټولولو او نویو بانکنوټونو د وېش پروسه پیلېږي.   

افغانستان بانک د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، هېوادوال کولای شي له یادې نېټې وروسته د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته په ورتګ سره د لسګون او شلګون زاړه بانکنوټونه په نویو هغو بدل کړي.

خبر پاڼه کې دغه راز راغلي چې دا پرېکړه د راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره شوې ده.