د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره کتلي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره کتلي


  • 1 کال دمخه (01/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 620

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تېره ورځ په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنوبایوا سره کتلي دي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې په دې کتنه کې ويلي، دغه سازمان هڅه کوي، چې له افغانانو سره د بشري مرستو تر څنګ پراختيايي مرستې هم راجلب کړي.

د بهرنيو چارو وزارت مرسیتال ویاند د امیر خان متقي له قوله ويلي، چې په هېواد کې د امنيت او ثبات تر راتګ وروسته اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د تيوريکي بحثونو پر ځای عملي ګامونه واخیستل شي. 

ده زياته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل ته پوره چمتووالی لري.