جرمنی فوټبالر له فرانسوي لوبغاړو سره تر شخړې وروسته مړ شو

جرمنی فوټبالر له فرانسوي لوبغاړو سره تر شخړې وروسته مړ شو


  • 1 کال دمخه (01/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 481

د جرمني او فرانسې د فوټبال په لوبه کې د شخړې له امله د جرمني یو لوبغاړی مړ شوی.

د جرمني پولیسو ویلي، چې د برلین اوسېدونکی دغه فوټبالر د فرانسې لوبډلې لوبغاړو سره په شخړه کې تر سخت ټپي کېدو وروسته په روغتون کې مړ شوی.

د پولیسو په خبره، په دې تړاو د فرانسې لوبډلې یو ۱۶ کلن لوبغاړی نیول شوی او تر اوسه په توقیف کې دی.

دغه شخړه د برلین د (جې. اېف. سي) او د فرانسې دوهم ډویژن د (اف. سي. میټز) لوبډلو ترمنځ د سیالۍ په پای کې رامنځته شوې ده.