ملي لوړو زدکړو مؤسسې په وړیا ډول د سلګونه ناروغانو درملنه کړې

ملي لوړو زدکړو مؤسسې په وړیا ډول د سلګونه ناروغانو درملنه کړې


  • 1 کال دمخه (03/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 621

په افغانستان کې د ملي لوړو زده کړو موسسې له لوري د کابل په فرزې ولسوالۍ اړوند « د ده پایان» نجونو په لیسه کې په وړیا توګه د سلګونو ناروغانو درملنه شوې.

له یادې مؤسسې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناروغانو کې د عمومي داخلې په څانګه کې د ۳۲۵، د کوچنیانو په څانګه کې ۱۳۸، د هډوکو په برخه کې ۸۵، په نسايي ولادي څانګه کې ۷۶ او دغاښونو په څانګه کې د ۲۷ ناروغانو درملنه شوې ده.

د دغې موسسې عملي مرستیال ډاکټر ذبیح الله حارث ویلي، په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي کې یو شمېر هغو لرو پرتو سیمو ته هم خپل روغتیايي ټیمونه ولېږي، چې روغتیايي خدماتو ته په کې لاسرسی سخت وي.

په همدې حال کې فرزې ولسوالۍ ولسوال محمد عثمان عثماني هم د یادې موسسې دا کار ستایلی او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکې کې هم خلکو ته وړیا روغتیايي خدمات برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې یو ورځني کمپ کې د هغو ناروغانو درمنله شوې چې د بې وزلۍ له کبله یې د خپلو ناروغیو د درملنې توان نه درلود.