په بغلان کې ۱۶ لرغونې او تاریخي سیمې وموندل شوې

په بغلان کې ۱۶ لرغونې او تاریخي سیمې وموندل شوې


  • 1 کال دمخه (03/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

د بغلان په برکه ولسوالۍ کې ۱۶ لرغونې او تاریخي سیمې کشف او ومندل شوې.  

باختر آژانس خبر ورکړی، چې د نویو کشف شویو سمیو له جملې څخه ۱۵ یې د ساسانيانو او کوشانیانو دورې اړوند دي. 

د خبر له‌مخې، په دې لړ کې یوه بله سیمه د امير عبدالرحمن خان له زمانې سره تړاو لري.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ د ګرځندوی او فرهنګ رئیس عزت میرحقاني ویلي، چې دغه ځای به له کشف وروسته د اړوندو چارواکو له خوا خوندي شي.