د امریکا یوه اف-۱۶ ډوله جېټ الوتکه د دغه هېواد د ورجینیا ایالت د جنوب لوېدیځ په یوه غرنۍ سیمه کې نسکوره شوې ده.
امریکایي چارواکو ویلي، دغې الوتکې د واشنګټن ډي سي له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې پېښه تېره ورځ شوې؛ خو تر اوسه یې علت نه دی روښانه شوی.
د امریکا هوايي چلن ادارې ویلي، دغه الوتکه د تنِسي له یوه هوايي ډګره الوتې وه.
سي این این بیا د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په دې الوتکه کې څلور کسان موجود وو.