سټیفن روډیکوز: د افغانانو هوساینې لپاره هڅې کوو

سټیفن روډیکوز: د افغانانو هوساینې لپاره هڅې کوو


  • 1 کال دمخه (05/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 587

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' نوی استازی سټیفن روډریکوز ویلي، چې هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.

نوموړي تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته لاسرسی، د ښځینه متشبیثونو ملاتړ او د افغانانو لپاره ښه ژوند برابرولو په برخه کې به خپله ټوله هڅه ترسره کړي.

د هغه په خبره، دا خدمتونه د افغانانو لپاره خورا حیاتي دي او دوی به یې د خپلو همکارانو په مرسته په ښه شکل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پرواګرام د 

استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.