ای‌ او ایم: له زیانمن شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو

ای‌ او ایم: له زیانمن شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو


  • 9 مياشتي دمخه (05/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 442

د کډوالو نړیوال سازمان یا «ای.او.ایم» ویلي، ژمن دي، چې په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د سرپنا جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

یاد سازمان تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له ډېرو خلکو سره د سرپناوو جوړولو او نورو برخو کې اړینې مرستې وکړي.

ای.او. ایم لیکلي، له افغانانو سره د مرستو پر دوام یې په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره نغدي مرسته کړې چې ترڅو پرې د طبیعي پېښو له کبله خپل ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر هم د کډوالو له نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.