د کابل پوهنتون استاد او د ژوندون ټلوېزیون مشر اسماعیل یون ویلي، یو شمېر حکومتي کسان هڅه کوي، چې ژوندون ټلوېزیون وتړي.
ښاغلي یون نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې زیاته کړې، چې یاد کسان غواړي د ژوندون ټلوېزیون ودانۍ پر دیني مدرسه بدله کړي.
هغه ویلي، یو شمېر هغه حکومتي کسان چې کلونه په پاکستان کې اوسېدلي او اوس پر افغانستان ولکه لري، غواړي د هېواد ملي ګټو ته زیان رسوي.
بل لورته تر اوسه د نوموړي دې څرګندونو ته د ا،ا حکومت یا کوم چارواکي غبرګون نه دی ښودلی.
اسماعیل یون څه موده وړاندې سرپرست حکومت ته د ښه امنیت د تامین له امله ۹۵ نمرې ورکړې وې، هغه څه چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له پراخو نیوکو سره مخ شوې وې.