لاوروف: افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

لاوروف: افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي


  • 1 کال دمخه (07/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

روسیې یو وار بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره ورځ له خپل تاجکستاني سیال سراج‌الدین مهرالدین سره یو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو، له افغانستانه د تروریزم، غیرقانوني کډوالۍ او مخدره موادو د قاچاق د خطر په وړاندې د مبارزې غوښتنه لري.   

هغه ویلي، د سرپرست له چارواکو سره په پرلپسې تماسونو کې یې دوی هڅولي چې بشري حقونه رعایت او د نړیوالو غوښتنې ومني.

د لاوروف په خبره، روسیې د افغانستان په اړه وخت په وخت له تاجکستان سره هم نږدې بحثونه کړي دي.

که څه هم افغان حکومت د لاوروف تازه څرګندنو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې حکومت یې ټول ګډونه دی.