امریکا او اروپایي ټولنې سرپل کې د نجونو پر مسمومېدو اندېښنه ښودلې

امریکا او اروپایي ټولنې سرپل کې د نجونو پر مسمومېدو اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (07/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 694

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او اروپایي ټولنې په سرپل کې د نجونو د مسمومېدو پر پېښه خواشيني څرګنده کړې ده. 

ټام وېسټ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا کار د اندېښنې وړ دی او د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره باید اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان په هر ډول حالاتو کې له ویرې او بندیزونو پرته د زده کړو حق لري. 

بل لورته د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې عاملین یې ژر تر ژره پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د شنبې په ورځ د سرپل د سنچارک ولسوالۍ د نجونو په دوه لومړنیو ښوونځیو کې شااوخوا ۸۰ زده کوونکې مسمومې شوې وې.