سریلانکا له افغانستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

سریلانکا له افغانستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله


  • 1 کال دمخه (07/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 681

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د نهو ویکټو په لوی توپیر له افغانستانه درېیمه یو ورځنۍ لوبه وګټله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې۱۱۶منډې کړې وې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۱۷منډو هدف ټاکلی و، چې دې ډلې په ۱۶م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې.

په دې سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وبایلله.

افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې وه، او دویمه او درېیمه بیا سریلانکا ګټلې وې. 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ۱۴مه له بنګله‌دېش سره ټیسټ لوبه پیلوي، چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام ومومي.

دغه سیالي د یاد هېواد په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.