د برېټانیا حکومت رابرت ډیکسن د افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به په را روانه میلادي میاشت کې د افغانستان لپاره په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي.
تر دې وړاندې هوګو شارټر د افغانستان لپاره د برېټانیا د شارژدافیر په توګه دنده کوله.
ډیکسن تر دې وړاندې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د برېټانیا سفارت د شارژدافیر په توګه هم کار کړی.
د یادونې وړ ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یو شمېر هېوادونو خپل سفارتونه قطر ته انتقال کړل، چې اوس له هماغه ځایه خپلې چارې سمبالوي.