ملګري ملتونه: افغانستان کې ګواښونه نور هم زیات شوي

ملګري ملتونه: افغانستان کې ګواښونه نور هم زیات شوي


  • 1 کال دمخه (10/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 470

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحليل او څارنې ډلې پرون ناوخته په تازه راپور کې ویلي چې اسلامي امارت حکومت بېرته د ۱۹۹۰ کالونو سیاست ته ور ستون شوی.

په راپور کې راغلي چې اوس مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه هم مخ په ډېرېدو دي.

په یاد راپور کې که څه هم ویل شوي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه کم شوي، خو زیاته شوې ده چې دا بریدونه تر پخوا ډېر وژونکي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم راواخلو، خو د اسلامي امارت مطبوعاتي مسوولینو مو پیغامونو او اړیکو ته ځواب رانه کړ.