له سټېډیو تر ټيکسي چلوونې؛ د خپلې کورنۍ هغه سرپرست ژورنالېست چې اوس ټیکسي چلوي

له سټېډیو تر ټيکسي چلوونې؛ د خپلې کورنۍ هغه سرپرست ژورنالېست چې اوس ټیکسي چلوي


  • 1 کال دمخه (10/06/2023)
  • وحید الله ځدراڼ
  • 574

خالد هغه ځوان راډیو ژورنالېست دی، چې له دغه مسلک سره بې‌سارې مینې په ډېرې تنکۍ ځوانۍ کې اړ کړ، چې لومړی د ژورنالېزم په برخه کې لنډمهالې زده‌کړې وکړي او بیا په لغمان ولایت کې له یوې ځایي راډیو سره د پروګرام پروډیوسر او ریپورټر په توګه دنده پیل کړي.

خو دا ځوان، چې تر هغې په ژورنالېزم کې د بلوغیت درجې ته رسېده، د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ، طالبان په هېواد واکمن شول، د افغانانو اقتصاد پر ځمکه راپرېوت او هغه راډیو، چې خالد په‌کې دنده لرله او د خپلې کورنۍ نفقه يې ترې ترلاسه کوله، د مالي ستونزو له امله یې خپلې خپرونې ودرولې.   

 

خالد اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کابل ښار کې د یو ښاري موټر چلوونکی دی، نه هغه خوله‌ور ژورنالېست.

خالد وايي، دا یې په خیال کې هم نه و چې یو وخت به دومره اړ کېږي، چې د راډيو مایک په پرېږدي، له سټیوډیو به راوځي او د یوې مړۍ نفقې لپاره به د ټیکسي اشټرینګ ته کېني.

 

خالد: 

«ډېره سخته وه، هغه ورځ چې زمونږ د راډیو نشرات مو بند کړل، همکاران مې له دفتره ووتل، د راډيو وسایل، مایکونه، مکسر او ټوله سټيډيو مو خرڅه کړه او انتن مو راکوز کړ.

ماسره دا اندېښنه نه وه چې زه بې‌دندې شوم، دنده یا پیسې له کومه کړم، بلکې زما اندېښنه دا وه چې زه به له خپل دې پاک مسلک سره لرې شم او دا به راته ډيره سخته وي.

له هغې وروسته ډير وګرځیدم، د څو نورو رسنیو دروازې مې وټکولې، خپل اسناد او CV مې ورکړل، خو زه یې مقرر نه‌کړم، ویل به یې امکانات نه لرو. نو خېټه خو ډوډۍ غواړي او کورنۍ هم چې مور مې ده، ورور مې دی، خور مې ده، دوی خو پالل غوښتل، اوس نو مجبور شوم، ښار کې ټیکسي وکړم.»

خالد وايي، هغه وخت یې چې دنده لرله، نو کافي اندازه معاش یې لره او کولای یې شول، چې د خپلې کورنۍ ورځینۍ اړتیاوې ورباندې پوره او همدارنګه خپلې لوړې زده‌کړې ورباندې وکړي.

«معاش مې ښه و، ګزاره مو ورباندې کېده، د کور کرایه او ټول مصارف به مې کېدل، ما خپلې زده‌کړې هم ورباندې کولای شوې، خو اوس متاسفانه د خوراک پیسې هم نشم ګټلی.»

 

دا یوازې د خالد د ژوند تریخ داستان نه دی، بلکې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې را وروسته په زرګونه تنه افغان خبریالان په دغه برخلیک اخته شوي دي.

افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا «نی» وايي، تېرو نیږدې دوو کالونو کې ۶۰سلنه تصویري رسنۍ، ۴۸سلنه غیږیزې رسنۍ، ۱۰۰سلنه چاپي رسنۍ او له نیمو ډېرو خبري اژانسونو خپل فعالیتونه درولي دي.

کابل کې د دغې ادارې مشر ظریف کریمي وايي، په یادو رسنیو کې له ۱۲زرو ډېرو خبریالانو کار کاوه، چې اوس‌مهال یې یوازې نیږدې ۳زره تنه په پاتې رسنیو کې په ډېرو کمو امکاناتو په کار بوخت دي.  

ظریف کریمي:

«دغه رسنۍ د مالي ستونزو او بندیزونو له امله تړل شوي او نشرات یې بند شوي دي، ددغو رسنیو ډېر شمېر بې‌دندې شوي خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي او په نورو هېوادونو کې یې سخت او درانه کارونه پیل کړي دي.

دغه راز اوسمهال په افغانستان کې د بیان د ازادۍ تمثیل او معلوماتو ته لاسرسی د پخوا په پرتله ډير سخت شوی دی.»

له دې سره هغه افغان خبریالان چې افغانستان کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له هېواده وتلي وايي، په پردي وطن کې ورته امکانات ډير برابر دي خو زړونه یې په وطن کې دي او په هغه انرژۍ چې یې پخوا کار کاوه، هغه توان یې مسافرۍ خوړلی دی.

د دوی له ډلې یو هم پخوانی افغان خبریال ۳۰ کلن «خاطر پردیس» دی چې اوس له افغانستان څخه وتلی او په قزاقستان هېواد کې له یوې نړیوالې رسنۍ سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوي.

 

«هغه وخت ډير سخت و چې له کورنۍ او وطن سره مو مخه‌ښه کوله، بیخي سخته وه، زه چې دلته راغلی یم، دلته راته ډير امکانات برابر شوي، خو خوند ورڅخه نشو اخیستلی، کاش مونږ خپل وطن کې وای، له دې به مو ډېر کار کاوه، خو زړه او ذهن به مو ارام وو.» 

 

خو په افغانستان کې په دومره ډېر شمېر سره د خبریالانو بې‌دندې کېدلو او د رسنیو د نشراتو بندېدلو ته د اسلامي امارت د حکومت ځواب، غبرګون او راتلونکی پلان څه دی؟

مونږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤولان نظر واخلو، خو د دې راپور تر لیکلو یې زمونږ اړیکه ځواب نه‌کړه.