د ادب فلسفه د ادب په اړه بنسټیزې پوښتنې را ولاړوي او هنري ماهیت یې څیړي. هنري ادبي اثار (افسانه، ناول، ډرامه شعر او ...) له نورو هغو لکه علمي او اکاډمېکو څېړنو ، تاریخي اثارو، سره چې په علمي روش او اکاډمېکو نورمونو لیکل کېږي توپیر لري .
نورې ډېرې پوښتنې او لارې چارې چې موږ لا د ادبياتو څېړلو او پرې لا ډېرتمرکز ته اړ کوي شته چې ادبي فلسفه یې ښه روښانولی شي د بیلګې په توګه،
- کومې لارې چارې دي چې پر ادبي اثارو زموږ پوهاوی اسانوي؟ آیا د یو اثر معنی ثابته ده، یا له هغه څه سره چې په لوستلو کې یې څه را مخې ته کیږي بدلون راتلی شي ایا موږ په داسې اثارو کې دکرکټرونو ، پیښو او حالت ته ریښتیني عاطفي غبرګون ښييو؟
ځینې پوښتنې د ادبي اثارو ارزښت تحلیلوي؛ د بېلګې په توګه دا دوه پوښتنې: ۱- آیا ادبي اثار په اصل کې د پوهې یا بصیرت بېلابېلې بڼې وړاندې کوي؟ ۲- آیا د دوی فکري او اخلاقي نیمګړتیاوې هنري ګټې او نیمګړتیاوې ګڼل کېدای شي؟
البته، د ادب فلسفه یوازې پر دغو پوښتنو نه را څرخي ؛ ځکه د ادبياتو تاريخ، ادبي کره کتنه او د ادب نورې برخې هم له همدغو سر ګرمیو سره مخامخ دي. سر بېره پر دې، لوستونکي هم په دې ډول ازمېښتونو کې ښکېل وي کله چې لیکوال / شاعر ، پر خپلو یا د نورو د اثارو په اړه فکر کوي ، داسې یوه لاره چاره خپلوي چې په هر حالت کې، ادب ته دا فلسفي چلند اړین وبرېښي. زیاتره وختونه د ادبي اثارو له بنسټیزو تحلیلونو څخه په ښه توګه ګټه اخیستل کیږي او د داسې لارو چارو د خپلولو لامل کیږي چې په عمومي توګه په نورو برخو اغېز پرېباسي. ځینې پوهان پردې باور دي چې « د ادبياتو فلسفه بايد د دوديز پوهاوي له مخې د هنر د فلسفې يوه برخه وبولو» . یو څه چې باید له پامه ونه غورځوو هغه د فلسفې داصطلاح لفظي معنا ده چې له "حکمت سره مینه" ده نو په پراخه معنی، فلسفه هغه فعالیت دی چې انسانان په کې په داسې بڼه ښکیل دي چې د خپل ځان، او نړۍ په اړه چې دوی په کې ژوند کوي، له یو بل سره د دوی د اړیکو په اړه د بنسټیزو حقایقو درک کولو هڅه کوي. هغه څوک چې فلسفه لولي په پرلپسې توګه د ژوند ټولو بنسټیزو پوښتنو ته د ځوابونو موندلو لپاره په پوښتنو، ځوابونو او استدلال بوخت دي.
ایرانی لیکوال شعیب سپهر په خپله یوه لیکنه کې لیکي : د یو هنري فیلسوف دنده څه ده؟
د هنر پوه دنده د هنري کره کتونکو پرتله خورا بنسټیز ده د کره کتونکو نظریات د هغو پوښتنو ځوابول دي چې د هنر د فیلسوف لخوا راپورته شوي وي . هنر د هنر لپاره اصطلاح هم تر ډېره خوله په خوله کېږي دا مفهوم هنر د هنر لپاره دی. خو هنر څه شی دی؟ هنر پوهانو د دې پوښتنې د ځوابولو هڅه کړې ده چې ځوابونه یې خورا متفاوت دي.
هنر هغه څه دي چې انسان یې په خپل مهارت سرته رسوي ، هنر زموږ فکر، احساسات، عواطف او غوښتنې دي.
هنر د انسان په لاس جوړ شوی څیز دی چې دښکلا معیار ته رسیدلی وي د لرګي یوه ټوټه کیدای شي یو څه ښکلا ولري، مګر کله چې د انسان تر هنرمندو ګوتو ورسېږي او له خپل مها رت نه په کې کار واخلي نو د هنر کمال پکې وځلېږي .
له ادب سره د فلسفې د تړاو په اړه بحث هم ډېر شاربل شوی دی .
د یو یوناني شاعر په وینا : «تر ليکلو وروسته بيا پر هغو خبرو پوره نه پوهېږم چې په شعر کې راځنې شوې وي »
خو پوښتنه دا ده چې فلسفيانه تفکر او شعري عاطفه څنګه غاړې غړۍ کېدای شي؟
دا چاره د فلسفې په مطالعې پورې هم اړه لري چې په شعر کې يې څرکونه را ټوکېږي .
په شعر کې فلسفي افکار څرګندول ښایي ډېر ستونزمن کار نه وي خو د ځینو په باور کلام ټکنی کوي . ځینې هنر پوهان وایيي که د کانټ يا هيګل ټول فلسفي قواعد موزون کړو، فلسفه به مو خوندي کړې وي،خو کېدای شي په شعر کې له شعریت سره مخه ښه وشي .