د اروپا فوټبال اتلانو ليګ نيمه پايلوبه کې منچستر سيتي لوبډلې انټر ميلان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اروپا فوټبال ليګ اتلولي وګټله.
دغه سيالي چې بېګاه ناوخته د ترکيې په اتاترک المپيک لوبغالي کې وشوه، زرګونه نندارچيان يې ليدو لپاره لوبغالي ته ورغلي وو.
که څه هم د يادې لوبې لومړۍ نيمايي پرته له ګوله پای ته ورسېده، خو دويمه نيمايي کې روډريګو د منچسټر سيټي په ګټه ګول وهنه وکړه.
نوموړي دغه ګول د لوبې په ۶۸ دقيقه وواهه او په همدې يوه ګول منچسټر سيټي لوبډله بريا ته ورسېده.
منچسټر سيټي لوبډلې روان کال د اروپا ليګ سربېره د انګلستان پريمير ليګ او اف اې کپ اتلولي هم ګټلي دي.