سرپرست حکومت: د امنیت شورا وروستی راپور له واقعیته لرې دی

سرپرست حکومت: د امنیت شورا وروستی راپور له واقعیته لرې دی


  • 1 کال دمخه (11/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 504

سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شوار د بندیزونو کمېټې د تحلیل او نظارت څانګې وروستی راپور بې اساسه بللی دی. 

د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا ډول راپورونه بې اساسه، د افغانستان له ولس او نظام سره ښکاره دوښمني او د تېرو شلو کلونو د بې اساسه تبلیغاتو مغرضانه تکرار دی، چې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

په اعلامیه کې راغلي، د دې راپور لیکوونکي یا معلوماتو ته لاسرسی نه لري او یا هم هڅه کوي چې په قصدي ډول حقایق تخریب کړي.

ا، ا ویلي چې د امنیت شورا دا ډول یو اړخیز راپورونه نه یوازې دا چې له افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نه کوي؛ بلکې د خلکو اندېښنو د زیاتېدو سبب ګرځي او د ملګرو ملتونو پر خپلواکۍ او بې‌پريتوب شکونه لا زياتوي.

په اعلامیه کې راغلي، ا، ا په خپلو ژمنو ولاړ دی او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزو کمېټې د تحلیل او نظارت څانګې په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې ا، ا د پخوا په څېر خپل انحصاري سیاست ته ورستون شوی، په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي او د ا، ا د مشرانو ترمنځ اختلاف موجود دی.