پورته جمله دوې ماناګانې لري، دمورولي یوه مانا دا ده چې یو وخت واقعا ډیر اوسني بشري علوم او حتی طبیعي علوم د فلسفې څانګې/ اولادونه ګڼل کېدل؛ خو دا مورولي او اولادولي که څه هم یو تاریخي واقعیت، چندان فلسفي مورولي نه افاده کوي . هغه وخت چې ټول علوم په فلسفي کې را ټول و، فلسفه هم ډېر ابتدایي پړوا کې وه او یاد علوم هم په دقیقه مانا د مشخصو موضوع ګانو سره په حقیقي مانا علومو نه وو . په بل عبارت هغه وخت کې د فلسفې او علوم خامې د هغوی تر مېنځ یو ډول کاذبه خپلولي ايجاد کړې وه.
د مورولي بله مانا دقیقه، واقعي او فلسفي ده او دا ډول رابطه اوس هم شته او دفاع وړ هم ده. فزیک یو وخت د طبیعت فلسفه شمېرل کېده، ټولنپوهنې په ۱۸ پېړۍ کې د فلسفه څخه خپلواکي واخیسته... سره لده دې چې معاصر علوم چې څومره هم ځانګړي او تخصصي کېږي، بیا هم په هغو بنیادونو ولاړ دي چې اساساً فلسفې/ میتافزیک کې مطرح دي.
یو مورد چې هر څوک یې منلی شي، خو زما د خوښې مثال نه دی دا ډول دی: نن د یوې مصنوعي ځیرکتیا پروژې کې د ذهن فیلسوف ونډه هغمومره ده چې د یو منطق پوه، ریاضي پوه، نیرو ساینتست او ادراکي علوم متخصص ونډه ده. دا مورد ډیر ښکاره او عام دی؛ خو د فلسفې مورولي نشي ثابتولی؛ دا مورد لا اقل علومو سره د فلسفې ورور ولي ثابتوي.
راځو یو دقیق مثال ته چې زه خپله د فلسفې مورولي همداسې ګڼم. د سیاسي علومو متخصص کولی شي د سیاسي ټولني یا د یو خاص حکومت په هکله مثبت نظر ورکړي او په ډیر مطلوب حالت کې شاید یو حکومت په محلي کچه په اخلاقي لحاظ مثبت و ارزوي.
مګر فیلسوف بیا د دولت په هکله داسې پوښتنې مطرح کوي، چي سیاسي عالم ته نه مطرح کېږي او نه یې هم ځوابولی شي.
د سیاست جوهر څه دی؟ دې حکومت کې سیاسي مناسبات عقلاني تقویم شوي دي او کنه؟ دا ډول حکومت د مطلق استازيتوب کولی شي؟ دا ډول حکومت د تاریخ هدف تسهیلوي او که د هغې مخه ډبوي؟ دا ډول حکومت د نړیوالو اخلاقي نورمونو مظهر دی؟
نه یواځې سیاسي علوم بلکې د ټولنپوهنې، روانپوهنې، ادراکي علومو، رفتاري علومو، ژور مسایل تر اوسه په فلسفې کې حل کېږي نه په یادو علوم کې او په همدې دلیل په یادو علومو کې هغه عالم ښه ځلېږي چې فلسفي پوهه هم ولري.