هند له افغانستان سره د ۲۰زره ټنه غنمو مرسته کوي

هند له افغانستان سره د ۲۰زره ټنه غنمو مرسته کوي


  • 1 کال دمخه (12/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 536

هند په پام کې لري چې د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته ولېږدوي.

د ټایمز آف انډیا خبري آژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له لېږلو وروسته به د هند حکومت د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم هم ولېږدوي.

تمه کېږي، چې په لومړۍ جوپه کې د څه باندې ۲۵۰۰ ټنه غنم روانه اوونۍ د چابهار بندر له لارې هرات ته راورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکي توکو لومړۍ جوپه ده.