غور کې چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غور کې چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (12/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 439

ځایي امنیتي مسوولین وایي، د غور په فیروزکوه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. 

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالرحمان بدري ویلي، چې دغه پېښه د فیروزکوه په «پنبه‌ کار غلمین» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا، چاودنه هغه مهال شوې، چې دغو ماشومانو د هاوان په مرمۍ لوبې کولې.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو څخه را پاتې ناچاوده توکي لاهم له خلکو ژوند اخلي.