حنفي: پر سرپرست حکومت بندیزونه لګول د حل لار نه‌ده

حنفي: پر سرپرست حکومت بندیزونه لګول د حل لار نه‌ده


  • 11 مياشتي دمخه (13/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 373

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیال کارل سکاو او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې پر اسلامي امارت بندیزونه لګول د حل لار نه ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي ویلي، پر اسلامي امارت بندیزونو له افغانستان سره په بشري مرستو هم منفي اغېر کړی، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي.

هغه ویلي، له افغانستان سره شوې مرستې بسنه نه کوي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د عملي کېدو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام مشر ویلي، هڅه کوي چې د افغانانو لپاره زیاتې بشر دوستانه مرستې را جلب کړي.

هغه ویلي، جګړو او اقلیمي بدلون افغانانو ته زیان اړولی او دوی هڅه کوي چې نړیوالې مرستې ورته راجلب کړي.

د یادونې وړ ده، چې د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې په افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه هم ښوودلې وه.