د افغانستان بانک د افغاني بانک‌نوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک کړي

د افغانستان بانک د افغاني بانک‌نوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک کړي


  • 1 کال دمخه (13/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 596

د افغانستان بانک عمومي رییس هدایت الله بدري ویلي، چې له نړیوالو کمپنیو سره یې د افغاني بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک کړي، چې په لوړ کیفیت به چاپ شي.

نوموړي د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او د دغې څوکۍ سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې اوس مهال په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.

د هغه په خبره، د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره یې مهم ګامونه اخیستي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر هم د افغانیو د ارزښت په ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پولي سیاستونه باید په تخصصي ډول له معیارونو سره سم مخکې لاړ شي.

نوموړي په هېواد کې د اسلامي بانکداري پر ودې او پراختیا هم ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ترې دې وړاندې ګڼ شمېر هېوادوالو د زړو بانکنوټونو له کبله شکایتونه کړي.