د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملتونو جام په سیالیو کې د ایران پر وړاندې سیالي کوي.
دا سیالۍ نن ماښام اووه نیمې بجې د قرغیزستان د پایتخت « بشکیک» په « امورزاکوف» لوبغالي کې پیلېږي.
د فوټبال له فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبغاړي یادې سیالۍ ته بشپړ چمتووالی لري.
په همدې حال کې د ملي لوبډلې د ګول ساتنې روزونکي حمیدالله یوسفزي هم تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې له قرغیزستان سره یې بایللې لوبې روحیه نه ده کمزورې کړې او هڅه یې دا ده چې په ټول توان له ایران سره لوبه وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې افغانستان له قرغیزستان څخه یو د صفر پر وړاندې ماتې خوړلې ده.