سوریه کې د امریکایي پوځیانو یوه چورلکه سقوط شوې

سوریه کې د امریکایي پوځیانو یوه چورلکه سقوط شوې


  • 10 مياشتي دمخه (13/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 380

د سوریې په شمال ختیځ کې د یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ۲۲ امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي. 

رویټرز د امریکا پوځ له قوله خبر ورکړی، چې دغه هیليکوپټره د یکشنبې په ورځ لوېدلې ده.  

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي، د پېښې لس ټپيان له دغې سیمې بهر پرمختللو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د سنټکام چارواکو تر اوسه د پېښې د لامل په اړه خپل نظر نه دی شریک کړی. 

په سوریه کې دا مهال د امریکا شااوخوا ۹ سوه پوځیان مېشت دي، چې د داعش پر وړاندې مبارزه کوي.