په یونان کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شااوخوا ۸۰ تنه مړه او لسګونه نور نادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کډوالو په دغې لېږدونکې کښتۍ کې، چې ۴۰۰ کسان سپاره وو، د یونان په سویلي ساحل کې ډوبه شوې.
یوناني چارواکو ویلي، د لټون او ژغورنې پراخ عملیات یې پیل کړي او تر اوسه یې ۱۰۴ کسان ژغورلي دي.
ګومان کېږي، دغه کښتۍ د لیبیا له ختیځ طبرق ساحې څخه ایټالیا ته روانه وه.