امریکا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور تائید نه کړ

امریکا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور تائید نه کړ


  • 1 کال دمخه (15/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 554

یو شمېر ‏لوړ پوړي امریکایي چارواکي وایي، چې دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستی راپور نه تائیدوي. 

دغو چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط امريکا غږ ته ويلي، چې د امنيت شورا هغه راپور حقيقت نه لري، چې ګواکې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې زياتې شوې وي. دوی همدارنګه ويلي، چې په دې اړه هېڅ شواهد نه دي وړاندې شوي او د دوی ارزونې ښيي چې دغه راپور پخوانی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې زیاتې شوې او ترهګریز ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.