روسیه: اسټرالیا په افغانستان کې خپل کړي جنګي جنایتونه پټوي

روسیه: اسټرالیا په افغانستان کې خپل کړي جنګي جنایتونه پټوي


  • 1 کال دمخه (17/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 519

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسټرالیا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جنګي جنایتونو دوسیې وتړي.  

د یاد وزارت ویاندې ماریا زخارووا زیاته کړې، نوي اسناد او شواهد ښيي، چې اسټرلیايي پوځیان په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن دي.

نوموړې د اسټرلیا حکومت دا اقدام خواشینونکی او د دغه هېواد دوه مخی سیاست بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اسټرلیا حکومت خپل یو پوځي په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له کبله محاکمه کړی و.

یاد پوځي د خپل ماموریت پر مهال د څلورو ملکي افغانانو په وژلو تورن و.