د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د نجیب الله عرفاني په نوم یو کس د ځمکې په دعوه کې د مخالف لوري لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د ارزګان د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، دغه پېښه تېره ورځ د خاص ارزګان په مرکز «بازار» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ارزګانی زیاتوي، ياد کس د ځمکې حقوقي دعوه درلوده، چې د محکمې د پرېکړې پر اساس هغه ته ځمکه سپارل شوې وه، چې وروسته مخالف لوري په ډزو وژلی دی.
دی وايي، د دغې وژنې په تور دوه تنه نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
يوه ځايي سرچينه هم وايي، وژل شوی تن په سيمه کې د قومي مشر نقيب الله عرفان مشر ورور دی.