د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې د راتلونکو يو ورځنيو سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه.
کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د افغانستان د ملي لوبډلې نوملړ خپور کړی دی.
دغه سیالۍ د راتلونکي جولای میاشتې له پنځمې تر یوولسمې نېټې دوام کوي.
په دې نوملړ کې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو پورې ۱۰ احتیاطي لوبغاړي هم شامل دي.