د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده


  • 1 کال دمخه (19/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 539

سترې محکمې اعلان کړی، چې راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.  

سترې محکمې پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې په مشرۍ د رسمي اعلان پر اساس چې شاهدانو د ذوالحجې میاشت لیدلې او شرعي محکمې ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې، نن دوشنبې د ذوالجې اوله نېټه ده.

د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به چې د ۱۴۰۲ هه ش کال د سرطان میاشتې له اوومې نېټې سره برابره ده، د نېکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د سعودي عربستان رسنیو هم خبر ورکړی، چې هلته هم د ذوالجې میاشت لیدل شوې او د راتلونکې سې‌شنبې ورځ به عرفه او چهارشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.