د پاکستان صدراعظم شهباز شريف يونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د خپلو اتباعو پر مړينې نن دوشنبه ماتم اعلان کړ.
د راپورونو له مخې، په ډوبې شوې کښتۍ کې شااوخوا ۷۵۰ تنه سپاره وو، چې ډېری پاکستاني، سوريي، مصري او فلسطيني اتباع وو.
دغه کښتۍ تېره چهارشنبه د يونان په ساحل کې ډوبه شوه، چې ښايي له ۵۰۰ ډېرو سپرو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، داسې انګېرل کېږي، چې دغې پېښه کې به تر ۳۰۰ پورې پاکستاني اتباع ډوب شوي وي.
ياده کښتۍ له ليبيا څخه ايټاليا ته روانه وه.