د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د بلخاب ښارګوټي په خوله کې د تېرې شپې اورلګېدنې هټیوالو ته ۱۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې په دغې اولګېدنه کې اووه دوکانونه له ټولو وسایلو سره سوځېدلي دي.
د هغه په خبره، دغه اور د شپې له خوا د دیادې ولسوالۍ د سيمه ييزو مسوولينو او خلکو په همکارۍ مهار شو.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه اورلګېدنه د برېښنا لین د شارتۍ له امله رامنځته شوې وه، چې څو ساعته یې دوام وکړ.