د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې دوو ښځو ځانوژنه کړې ده.
ځایي سرچینې ویلي، د فاضلې په نوم یوې ۱۷ کلنې ښځې په قلعه شان سیمه کې د موږکو دوا په خوړلو سره ځان مړ کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه ښځه اصلاً د پښتونکوټ ولسوالۍ د چقماق کلي اوسېدونکې وه چې د ګرزیوان ولسوالۍ په قلعه شان کې واده شوې وه.
دغه راز سرچینې ویلي، چې د جمیلې په نوم یوې بلې ۲۸ کلنې ښځې د ګرزیوان ولسوالۍ په دهندره سیمه کې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.