حنا رباني په تورخم دروازه کې له افغانانو سره د ښه چلند غوښتنه کړې

حنا رباني په تورخم دروازه کې له افغانانو سره د ښه چلند غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (22/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 467

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر تورخم ته سفر کړی او هلته یې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرېدو او له هغوی سره له درناوي د ډک چلند غوښتنه کړې ده.  

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړې دغه راز د پاکستان له لوري د دوامدارې سرحدي سوداګرۍ مدیریت سیسټم پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو کې بیا، بیا پاکستاني ځواکونه افغان کډوالو سره په تورخم کې په ناوړه چلند تورن شوي، چې له امله یې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې هم شوي دي.