روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز وايي، په تېر یوه شپه او ورځ کې روسيې پر اوکراین د راکټي او بې پیلوټه الوتکو لسګونه بریدونه کړي.
اوکرایني چارواکو ادعا کړې، چې د اوکراین د هوایي مدافعې سیستم د ایران ساخت شپږ بې پیلوټه الوتکې، چې روسیې کارولې نسکورې کړې دي.
دوی ویلي، چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو ۴۴ راکټونه توغولي دي.
په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړل شوي.