سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي ویلي، چې پېښه نن د آقچې ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.
هغه ویلي، د نګینې په نوم دې ۲۰ کلنې نجلۍ رواني ناروغي لرله، چې نن یې د ټوپک په ډزو خپل ژوند پای ته ورساوه.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ځوانانو او په تېره د نجونو د ځانوژنو په پېښو کې بېساری زیاتوالی راغلی دی.