سینیرلي: ټولنه له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتونکې ده

سینیرلي: ټولنه له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتونکې ده


  • 1 کال دمخه (22/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 443

‏د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي سره لیدلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتين قانع د ښاغلي سینیرلي په حواله پر ټویټر لیکلي، نړيواله ټولنه له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي او غوښتنه یې کړې چې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنو ته دې پاملرنه وشي. 

نوموړي ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ هیله‌مندي هم څرګنده کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویاند د ښاعلي حقاني له قوله لیکلي، له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل "د تېر شل کلن اشغال سیوری" پروت دی او د دې سیاست دوام یې ګټور نه‌دی بللی.

د کورنیو چارو وزیر سرپرست همداراز په هېواد کې د داعش په اړه زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې "ښکاره حضور" نه‌شته او "پټ محدود فکري ملاتړي" یې د اندېښنې وړ نه‌دی.