اروپایي ټولنې له افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې له افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه


  • 1 کال دمخه (23/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 502

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د میلیونونه بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي په موخه د ۱۲ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.  

ټاکل شوې چې دغه پيسې د آغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي.

اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مرسته د افغانستان خلکو ته، چې په نړۍ کې له لوی بشري ناورین سره مخامخ دي، ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.